د کوزې پښتونخوا خلک د سپین بولدک دروازې خلاصون غواړي


د ډېورنډ کرښې پورې غاړې چمن کې زرګونو قبایلي پښتنو د سپین بولدک- چمن لارې د تړل کېدو په غبرګون لاریون کړی. 

‏لاریونوالو چې د افغانستان بیرغونه یې هم له ځان سره لېږدول، د سپین بولدک- چمن دروازې ته راټول شوي وو او د یادې لارې د خلاصولو غوښتنه یې وکړه.

د دوی په خبره د یادې دروازې سره د دوی کاروبار خراب شوی او باید په دې برخه کې عاجل اقدامات وشي.

  • 25 غبرګولی 1399